بلېنکن: که طالبان نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان په نړیوالو توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه لري، باید د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

بلېنکن دا خبرې پرون په واشنګټن کې له (اې.بي.سي) نیوز ټلوېزیون سره د مرکې پر مهال وکړې.

بلېنکن زیاتوي: "که طالبان رښتیا هم منل او نړیوال رسمیت پېژندل غواړي او هیله لري چې ملاتړ یې وشي او بندیزونه ترې لیرې شي باید د خلکو اساسي او بنسټیز حقونه مراعات کړي. که دوی په واک کې وي او دا کار ونه‌کړي، فکر کوم افغانستان به په یوه منفور هېواد بدل شي."

دا څرګندونې وروسته تر دې کېږي چې په دې وروستیو کې له ځینو ولایتونو د طالبانو د بشري سرغړونو راپورونه خپاره شول.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم خپل وروستي راپور کې دې سرغړونو ته اشاره کړې وه، خو طالبانو دا راپور په کلکه رد کړ.