هایتي کې د زلزلې د تلفاتو شمېر څه باندې ۷۰۰ ته ورسېد

هایتي کې وروستۍ زلزله

په هایتي کې د زلزلې له کبله د تلفاتو شمېر څه باندې ۷۰۰ ته ورسېد.

دې زلزلې د شنبې په ورځ د هایتي جنوبي سیمې ولړزولې.

د هایتي د خلکو د ساتنې ادارې پرون ناوخته وویل، د تلفاتو شمېر ممکن نور هم زیات شي.

د ریښتر په کچه ۷،۲ درجې دغې زلزلې شااوخوا ۲،۸۰۰ کسان ټپیان کړي هم دي.

د هایتي حکومت دغلته د یوې میاشتي په مخه بېړنی حالت اعلان کړی دی.