عبدالله ومنله چې جمهور رییس غني وطن پرېښی

اشرف غني

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ومنله چې جمهور رییس غني افغانستان ترک کړی دی.

هغه یوه لنډه ویډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رییس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي.

ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي او پر ملي امینتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي.

دا ویډیو د هغه په رسمي فیسبوک‌پاڼه خپره شوې ده.