پاکستان د تورخم لاره وروسته له هغې وتړله چې طالبانو ونیوله

ارشیف، تورخم دروازه

پاکستان ویلي چې د تورخم لاره یې وروسته له هغې چې طالبانو پرې کنټرول ټینګ کړ، بنده کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن وویل، د تورخم د لارې د تړلو پرېکړه یې د افغانستان لوري ته د رامنځته شوي اضطراري حالت له امله کړې ده.

هغه د پاکستان جیو ټلوېزیون ته وویل چې دا کرښه یې وروسته له هغې وتړله چې افغان پولیس طالبانو ته تسلیم شول.

پاکستان له دې مخکې ویلي چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو له امله نور افغان کډوال نه شي منلی.