د لبنان په شمال کې د تیلو د یوه ټانکر په چاودنه کې د مړو شوېو کسانو شمېر۲۸ ته ورسېد.
دغه چاودنه چې پرون په اکار سیمه کې شوې، تراوسه یې علت نه دی څرګند.
د لبنان د سرې میاشتې ټولنې نن مخکې ویلي و چې ټیمونو یې د پېښې له ځایه شل مړي لیږدولي دي.
دې ټولنې ویلي چې په پېښه کې ۷۹ تنه ټپیان شوي دي، په لومړي سر کې د اوو کسانو د ټپي کېدو ویل شوي و.
لبنان چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د سونګ موادو له کمښت سره هم مخامخ دی.
د لبنان پوځ نن وویل چې په زرګونو لیتره پترول او ډیزل چې د دې هېواد په مختلفو برخو کې سوداګرو احتکار کړي و، ضبط کړي دي.