نورستان کې د مچیو روزنې او د شاتو د تولید برخه کې هڅې زیاتې شوي

د شاتو مچۍ

په نورستان کې په دې ورستیو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره هڅې چټکې شوي دي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن بکشنبه (د زمري په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې له نورستانه هرکال په زیاته کچه لوړ کیفیت لرونکي ډول-ډول شات په بېلابېلو وختونو او فصلونو کې د مچیو روزنکو له خوا راټولېږي چې د ګڼو خلکو د بوختیاوو ترڅنګ یې د شاتو په تولیداتو کې هم رغنده رول لوبولی دی.

نوموړی وایي چې دې وروستیو کې په یاد ولایت کې د مچیو روزونکو ورتګ ډېر شوی دی چې تر دا مهاله ۴۵۰ د اهلي شاتو مچیو صندوقونه دې ولایت ته ور وړل شوي دي، څو د لوړ کیفیت شات د ګلانو او طبیعي بوټو په موسم کې ترې راټول کړي.

د کرنې وزارت مسوولین د مچیو له روزونکو غواړي چې د مچیو سکتور د اقتصادي ودې او پراختیا په پار کولای شي چې د غوره شاتو د تولید لپاره خپلې مچۍ دې ولایت ته غوره فصلونو کې انتقال کړي، څو راتلونکي کې د یاد ولایت او په ټوله کې د هېواد په کچه د شاتو تولیدات زیات کړي.