د بامیان ولایت هم نن له جګړې پرته طالبانو ونیوه.
یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د بامیان چارواکي تېره شپه له دې ولایته وتلي او طالبانو نن سهار له جګړې پرته د بامیان مرکز ونیو.
د دغه چارواکي په وینا د بامیان له زندانه ټول بندیان وتلي دي.
ناتایید شوي راپورونه وایي چې خوست ولایت هم نن سهار د طالبانو لاس ته ولوېد.
د طالبانویوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې مجاهدین د خوست ښار ته ننوتي او د تصفیې عملیات دوام لري.