د میدان وردګ او دایکنډي مرکزونه طالبانو ونیول

د میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار او د دایکنډي مرکز نیلي نن سهار وختي طالبانو ونیول.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا یوه غړي وحید الله اکبرزي ازادي راډيو ته وویل چې طالبان نن سهار وختي میدان ښار ته داخل شول او ټول دولتي تاسیسات يې ونیول.

ښاغلي اکبرزي زیاته کړه چې د طالبانو له ننوتو سره زندان مات او ټول بندیان ترې وتښتېدل.

طالبانو د یوي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار يې نیولی دی.

میدان وردګ ولایت چې د پلازمېنې کابل دروازه ګڼل کېږي، یوازې دوه ولسوالۍ، لومړی حصه بهسود او دوهمه حصه بهسود له حکومت سره دي.

د دایکنډي د ولایتي شورا یوه غړي غیرت علي جواهري ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت مقام او امنیې قومانداني تېره شپه له نښتې پرته تخلیه شوې او طالبان نن سهار نیلي ښار ته ننوتل.

د جواهري په وینا د طالبانو له ننوتو سره د دایکنډي له زندانه ۱۸۰ بندیان وتښتېدل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دایکنډي ولایت بشپړ د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي.