ځینې ورځپاڼو خپل نشرات بند کړي، خو ځینو د غني د استعفا په اړه مقالې کښلي

ولسمشر اشرف غني

د وروستیو ناامنیو له امله کابل چاپ ځینې ورځپاڼو خپل نشرات بند کړي، خو هغه چې چاپ شوي، د وروستیو بدلونونو او د ولسمشر د استعفا په اړه یې لیکنې او تبصرې کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، تېره ورځ خلکو تمه درلوده چې ولسمشر محمد اشرف غني به په یو ویډیويي پیغام کې د خپلې استعفا اعلان وکړي، خو دا کار ونه شو.

په سرمقاله کې راغلي چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له دوحې کابل ته راغلی، څو د ولسمشر د استعفا پيغام دوحې ته له ځان سره بېرته یوسي، هلته په اوربند، د افغانستان د راتلونکې موقتې ادارې په اړه بحث وکړي.

د لیکوال په باور که څه هم ښکاره ولسمشر غني د استعفا اعلان ونه کړ، خو داسې ښکارېده چې نوموړی استعفا ته چمتو دی چې ممکن په څو ورځې کې یې اعلان وکړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې کابل ښاریان د طالبانو له حملې سخت په وېره کې دي، خو پنټاګون ځینې سرتېري کابل ته رالېږلي چې د لیکوال په باور ممکن له دې سره کابل زر د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې کله چې ولسمشر غني استعفا وکړي، نو په قطر کې به د یو هر اړخیز حکومت د تشکیل په اړه پراخ بحثونه پيل شي چې د لیکوال په اند ممکن ژر پایله هم ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي دې د راتلونکي حکومت داسې بنسټ کېږدي چې هر اړخیز وي او ټولو خواوو ته په کې ونډه ورکړل شوې وي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپانې لیکلي چې په تېرو لسو ورځو کې په پرلپسې ډول د ولایتونو سقوط او د طالبانو ډراماتیک بې ساري پرمختګ خلک حیران کړي.

په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو پرمختګ دومره چټک و چې کارپوهانو او د افغانستان نظامي همکارانو او شریکانو هېڅ اټکل نه شو کړای.

د لیکوال په باور د طالبانو لاسته د ولایتونو لوېدل هغه وخت چټک شول چې د ولسمشر غني د استعفا اوازې خپرې شوې چې له دې سره د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیې لس سلنه را ولوېدلې.

د لیکوال په اند له واکه د ولسمشر غني لېرې کېدل به ټکان ورکونکی وي، ځکه د سیاسي ثبات په نه شتون کې د قدرت خلا رامنځته شي او هېواد به د کرکېچ خواته ولاړ شي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو په بیا-بیا ټینګار کړی چې ولسمشر غني باید استعفا ورکړي او واک بل چا ته انتقال کړي.

لیکوال د سرمقالې په پای کې ټینګار کوي چې محمد اشرف غني نه باید په چټکۍ سره استعفا ورکړي، د لیکوال په باور که دا کار وکړي، نو کابل به د طالبانو لاسته ولوېږي او هرڅه به ګډوډ شي.

ځینو نورو ورځپانو بیا د افغانستان د وروستیو بدلونونو له امله خپلې خپرونې بندې کړي، د ورځپاڼو مدیرانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر یوې اوونۍ یې خپل نشرات ځنډولي، خو دا یې ونه ویل چې خپل نشرات به کله بېرته پيلوي؟