امرالله صالح: په پلچرخي محبس کې بلوا کنټرول شوې

د پلچرخي زندان

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په پلچرخي محبس کې بلوا کنټرول شوې ده.

ښاغلي صالح نن سهار وختي پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې ټول بندیان بېرته محبس ته استول شوي دي.

تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د پلچرخي مجبس داسې ویدیوګانې خپرې شوې چې ګواکې بندیان خوشې کړای شوي دي.