د امریکا ولسمشر جو بایډن یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.
بایډن وویل، دا د افغانستان د ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو دنده ده چې په خپل هېواد کې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.
بایډن په یوه بیان کې چې پرون شنبه یې خپور کړ، همدا راز وویل چې افغانستان ته به نور ځواکونه واستوي.
د ده په وینا کابل ته یو شمېر پوځیان استول شوي چې د امریکا د سفارت د کار کوونکو د ایستلو امنیت وساتي.
د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې د دغو ځواکونو شمېر ۵ زرو ته زیات شوی دی.
مخکې امریکا اعلان کړی و چې افغانستان ته ۳ زره سرتېري لېږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې ټول امریکايي پوځیان به د روان اګسټ تر پایه له افغانستانه ووځي.