د روسیې خبري اژانسونه وايي، ۸ کسان هغه وخت مړه شول چې د روسیې د اور-وژنې یوه الوتکه په ترکیه کې نسکوره شوه.
دغې الوتکې د ترکیې د جنوب په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅه کوله.
انټرفاکس او تاس خبري اژانسونو د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي: Be-200 ډوله الوتکه پرون د ترکیې ادانا ښار ته نږدې نسکوره شوه.
وزارت وايي، په الوتکه کې د روسیې ۵پوځي پرسونل او ۳ ترکي اتباع سپاره وو، چې مړه شوي دي.