خراب بشري وضعیت؛ ملګري ملتونه: افغانستان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د کونړ بې ځایه شوي کډوال

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت په ډېره چټکۍ د خرابۍ خوا ته روان دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشرې، ایزابل موسارد کارلسن پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د جګړو شدت، وچکالۍ او د کرونا وبا په افغانستان کې د بشري د خرابۍ سبب شوی دی.

د هغې په وینا په افغانستان له وړاندې ۱۸ میلیونه وګړي، بشري مرستو او سرپناه ته اړ وو.

مېرمن کارلسن ویلي چې د ژوند د خوندیتوب په نیت د فعالیتونو د دوام لپاره عاجلو مالي مرستو ته اړتیا ده.

حکومت ویلي چې په روان میلادي کال کې څه کم څلور لکه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.