د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ډګر جنرال سید سمیع سادات، د کابل ولایت د امنیت د عمومي مسوول په توګه وټاکل شو.
جمهوري ریاست تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی سادات د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې پر دې نوې دنده ګمارل شوی دی.
په حکم کې له ټولو دولتي ارګانونو غوښتل شوي چې د کابل د امن د تامین لپاره له نوموړي سره همکاري وکړي.
سمیع سادات چې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان و، تېره چهارشنبه د ځانګړو ځواکونو د نوي قوماندان په توګه معرفي شوی و.