راپورونه: میدان ښار کې درنې نښتې شوي

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د میدان وردګو له مرکز میدان ښاره د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه را رسېدلي.

چارواکو د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې په نننۍ جګړه کې ملکي وګړي هم زیانمن شوي دي: "دا جګړه د ولایت د مقام، صحت عامې او ولایتي شورا سیمه کې و. ملکيانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. همدا راز کورونه او عامه شتمنۍ ویجاړې شوي. جګړه ډېره شدیده وه."

میدان ښار د کابل لویدیځه دروازه بلل کېږي او که سقوط وکړي نو له پُل علم وروسته به پلازمېنه کابل له یوې بلې خوا هم تر ګواښ لاندې وي.