بلوچستان کې د پاکستان درې پوځي سرتیري وژل شوي

ارشیف

د پاکستان امنیتي ځواکونو درې تنه وسله وال نن په ناامنه بلوچستان ایالت کې په یوه نښته کې ووژل.

د پاکستان پوځ نن په یوه مختصر بیان کې وویل، د دواړو خواوو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې وسله والو د لورلایي ولسوالۍ شارېګ سیمې ته نژدې د امنیتي ځواکونو بر موټر برید وکړ.

د پوځ بیان زیاتوي چې په دې نښته کې یو دولتي سرتېري وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو بلوڅ بېلتونپالو مخکې خبرداری ورکړی و چې د اګسټ د ۱۴مې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې به مناسبت به حملې وکړي.