اسیايي بانک د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د ماشینونو مرسته وکړه

اسیايي بانک

د اسیا پراختیايي بانک له لوري د ننګرهار وادي له کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د زمري په ۲۳ مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دغو توکو کې پنځه عرادې د اوبو سيار واټر پمپونه، دوه عرادې ډمټرکونه، يو عراده سکواټور، يو عراده رولر او يو عراده لوډر شامل دي.

د نوموړي په خبره یاد ماشینونه به د عمومي کانال د پاکولو، د ځمکې د هوارولو، د موادو د انتقالولو، لوړو ساحو ته د اوبو د پورته کولو، کندن کاري او د ځمکو د سختولو په برخو کې وکارول شي.

د مسوولینو په خبره تردې وړاندې د ننګرهار عمومي کانال په بېلابېلو برخو کې عصري ماشین الات نه درلودل او د کانال د پاکولو، په ځینو ساحو کې د ځمکې کېندلو او دغه شان نورو برخو کې له عادي لارو چارو کار اخیستل کېده خو د یادو ماشینونو په سپارلو سره به دا چارې لا ګړندۍ او په ښه توګه تر سره شي.