داودزی: د کاروان پوهنتون پخوانی مشر جاوېد اندیش ووژل شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی وایي، د کاروان پوهنتون پخوانی مشر او ملي سوداګر جاوېد اندېش ووژل شو.

هغه دغه خبره په خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې او د چا له خوا وژل شوی دی؟

ښاغلي داودزي زیاته کړې، اندېش د افغانستان يو له ژمنو ځوانانو او سوداګرو څخه و چې کلونه کلونه یې د هېواد ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل په برخه کې ګڼ شمېر اغېزناکه فعالیتونه ترسره کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری خلکو دغه خبره لیکلي چې جاوېد اندېش له لسو نورو کسانو سره یو ځای د غزني ولایت مقام په انګړ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

افغان هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت مرکز له سقوطه وروسته د ښار په ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته ویلي و، د ښار په هغه ځایونو کې چې طالبان راټول شوي وو افغان هوايي ځواکونو بمبار کړی او نتیجه هم لري.

خو وسله وال طالبان بیا د جاوېد اندېش له وژل کېدو څخه ناخبري ښيي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د اندېش له وژل کېدو خبر نه لري، بله دا چې په غزني کې کومه داسې ستونزه نه لرو چې وسله وال طالبان دې ورسره مخ شوي وي.