د زرګونو نوېو امریکایي ځواکونو له ډلې چې افغانستان ته روان دي لومړۍ ډله کابل ته ورسېده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، نژدې درې زره پوځیان به تر سبا پورې په کابل کې وي او دا سرتیري به له افغانستانه د امریکا د سفارت د کار کوونکو د خوندي اېستلو په چارو کې مرسته وکړي.
امریکایي پوځیان داسې مهال کابل ته روان دي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې خپل بریدونه زیات کړي دي او د هرات او کندهار ښارونو په ګډون یې د یو شمېر ولایتونو مرکزونه نیولي دي.
جان کربي وویل، طالبان هڅه کوي چې د کابل رابطه له نورو ولایتونو سره قطع کړي، خو داسې ښکاري چې کابل په لنډ وخت کې له ګواښ سره مخامخ نه دی.
بل لورته د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له انتقادونو سره مخامخ دی چې ولې یې ځواکونه له افغانستانه وایستل.
په سنا کې د اقلیت مشر مېچ مککانل پرون وویل، لا هم ناوخته نه دی چې کابل د طالبانو له بریده وساتو، نو د طالبانو د پرمختګ مخه باید امریکا ژر تر ژره د هوایي بریدونو له لارې ونیسي او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.