د افغان مېرمنو او ماشومانو په اړه د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' اندېښنه

ارشیف، افغان مېرمنې

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې پر ښځو، نجونو او ماشومانو د وروستیو پراخو جګړو او تشدد د اغېزو له کبله اندېښنه ښودلې.

د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' د راپور له مخې د تېرې مې میاشتې له پای راهیسې د جګړو له کبله له خپلو مېنو شااوخوا دوه نیمه لکه بې ځایه شوېو افغانانو په سلو کې اتیا ښځې او ماشومان دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې شابیه مانتو پرون جمعه(د زمري ۲۲مه) په جنیوا کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال دا ارقام ټکان ورکوونکي وبلل، ویې ویل، هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، د خبرداري وړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو د ادارې د یوه ګډ راپور له مخې چې تېره میاشت خپور شو، د روان ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې د روانې لسیزې د بل هر کال د لومړيو شپږو میاشتو پرتله په افغانستان کې زیاتې ښځې او ماشومان مړه او ټپیان شوي دي.

د خوړو د نړیوال سازمان WFP ویاند تامسن فیري پر ملکي وګړو د افغانستان د جګړې د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا نښتې ترهغې کچې چې اټکل یې کېده ډېرې چټکې شوي دي.

ښاغلی فیري زیاتوي چې روان وضعیت په افغانستان کې د یوې بشري فاجعې څرګندونه کوي.