د افغان خبریالانو په اړه د اروپايي خبریالانو د فدراسیون غوښتنه

ارشیف، افغان خبریالان

د اروپايي خبریالانو فدراسیون په جرمني او هالنډ کې د دې فدراسیون له سیمه ییزو دفترونو سره خپل غږ غبرګ کړی او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو یې غوښتي دي چې د افغان خبریالانو او د افغانستان د رسنیو د کار کوونکو لپاره د سیاسي پناه د ویزو پروګرامونه زیات کړي.

اي اف جې EFJ پرون جمعه (د زمري ۲۲مه) په یوه بیان کې چې د دې ادارې پر وېب پاڼه خپور شو د افغان خبریالانو د ملاتړ له نړیوال کمپاینه چې د اګسټ په ۱۳مه نېټه پیل شو، هم خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د اروپايي خبریالانو د فدراسیون د راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۲۰۰ زیاتو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او زیات شمېر یې تر ګواښ لاندې دي.

EFJ ویلي دي چې د جګړو له پراخېدو او د افغانستان پر ځینو سیمو د طالبانو له ولکې وروسته یو زیات شمېر رسنۍ بندې شوي دي.