ډنمارک له خپل ټولو وګړو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جِپ کوفوډ

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر پرون د جمعې(د زمري ۲۲مه) په ورځ د خپل هېواد له ټولو وګړو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.

د اې بي سي نیوز خبري چینل د راپور له مخې جِپ کوفوډ په افغانستان کې مخ په زیاتېدو بحران یو جدي وضعیت بللی دی.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې په کابل کې د دې هېواد سفارت تړل کېږي، خو ده وویل چې د امنیتي دلایلو له کبله یې دقیقه نېټه نه شي ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ډنمارک پارلمان له افغانستانه د هغو ۴۵ افغانانو پر ایستلو موافقه وکړه چې په افغانستان کې یې د دې هېواد لپاره کار کړی او هغوی ته یې په دې هېواد کې د دوه کلنې استوګنې وړاندیز وکړ.

ډنمارک په کابل کې خپل سفارت په ۲۰۰۶ کال کې پرانېست.