روسیه کې د 'یهوه شاهدانو' د مذهبي ډلې یو غړی په بند محکوم شو

ارشیف، د روسیې ملي بیرغ

په روسیه کې د یوې ممنوع مذهبي ډلې د دوامداره ځپلو په ترڅ کې د روسیې یوې محکمې د دې ډلې یو غړی په درې کاله بند محکوم کړ.

د روسیې په جنوب لویدیځه سیمه کراسنادار کې د ابینسک ښار محکمې پرون وروسته له دې چې د یهوه د شاهدانو په نوم د دې ډلې غړی واسیلي مېلېشکو په یوه افراطي سازمان کې په غړیتوب مجرم وپېژند، نوموړی یې په درې کاله بند محکوم کړ.

ښاغلي مېلېشکو ویلي چې د دې ډلې غړی دی، خو په افراطي ډله کې د غړیتوب تور یې رد کړی دی.

په روسیه کې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ملاتړ لاندې ارتودوکس کلیسا واکمنه ده، د یهوه د شاهدانو مذهبي ډلې ته د شک په سترګه کتل کېږي.

په مسکو کې د څلي په نوم د بشري حقونو ټولنې د نوموړې مذهبي ډلې لسګونه بندیان چې په بنسټ پالنه تورن یا محکوم شوي دي، د سیاسي بندیانو په توګه پېژندلي دي.