د بلاروس یوې محکمې پرون جمعه (د زمري ۲۲مه) د یوې خپلواکې انلاین خبري شبکې وېب پاڼې د افراطي وېب پاڼو په توګه ونومولې.
د 'zerkalo.io' په نوم خبري وېب پاڼه تېره میاشت د توت ډاټ بای (tut.by) د خپلواکې انلاین خبري شبکې د بریالانو له خوا جوړ شوی و، خو د بلاروس حکومت دا شبکه چې ډېر پلویان لري او د هغې بانکي حسابونه بند کړي او د هغې یو شمېر کار کوونکي یې له مالیاتو د تېښتې په تور نیولي دي.
توت ډاټ بای یوه له ډېرو منلو وېبپاڼه وه چې په بلاروس کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو د ځپلو په اړه یې راپورونه خپرول.
په بلاروس کې د ولسمشرۍ پروسږن انتخابات چې د الکساندر لوکاشینکا د واکمنۍ موده یې تمدید کړه، له بې سارو اعتراضونو سره مخامخ شول.
لوکاشینکا چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې تراوسه په بلاروس کې واکمن دی، خپل سیاسي مخالفان سخت ځپلي دي.
دواړو خبري وېب سایټونو په یوه بیان کې اعلان کړی چې د محکمې د دې حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.
د دې وېبپاڼو چلوونکو ویلي چې دوی هېڅ کومه غلطي نه ده کړې او ژمنه یې کړې ده چې له بهره به خپل کار ته دوام ورکړي.