افغان حکومت د وسله‌والو طالبانو ضد د ډله‌ییز مقاومت اعلان وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال سرور دانش

د افغانستان حکومت د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د ډله‌ییز مقاومت اعلان وکړ.

په جمهوري ریاست کې له یوې امنیتي غونډې وروسته د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکي چې "دولت د وحشت او ابو جهل د لښکر پر وړاندې درېږي او د دې يرغل پر وړاندې به ملي مقاومت په ټول قوت سره حمايه کوي. ټول امکانات به د وسله‌وال پوځ او ملي مقاومت په واک کې ورکول کېږي."

په جمهوري ریاست کې نن د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت بحث وشو.