د ایران د بهرنیو چارو وزارت له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د ډیپلوماتانو او کارکوونکو خوندیتوب تضمین کړي.
د دغه وزارت ویاند سعید خطیبزاده نن جمعه په یوه ټویټ کې ویلي، د طالبانو لهخوا د هرات نیولو ته په پام سره، ایران له طالبانو غواړي چې د ایران د ډیپلوماتیکو مرکزونو او ډیپلوماتانو خوندیتوب ته پوره پام وکړي.
وسلهوالو طالبانو پرون ناوخته د هرات ولایت پر مرکز ولکه ټینګه کړه.
تر دې مخکې د نورو هېوادونو قونسلګریو او مرستندویو ادارو خپل کارکوونکي له هراته ایستلي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په هرات کې د خپلې قونسلګرۍ له چارواکو سره په تماس کې دي.
طالبانو په ۱۹۹۸م کال کې د مزار شریف تر نیولو وروسته د ایران قونسلګرۍ ته ننوتلي وو او د ایران اته ډیپلوماتان او یو ایرانی خبریالیې وژلي وو چې دې مسئلې د کابل او او تهران ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړې وې.
په بل خبر کې، پخوانی جهادي مشر اسماعیل خان چې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره په هرات کې و، د وسلهوالو طالبانو لهخوا نیول شوی دی.