د جرمني صدراعظمه له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره راروانه جمعه مسکو ته لاړه شي.

جرمني او روسیې دغه اعلان نن وکړ.

د مېرکل دفتر تر دې مخکې اعلان کړی و چې صدراعظمه به د اګسټ میاشتې پر ۲۲مه د اوکراین پلازمېنې کیف ته هم لاړه شي.

دا به د ۲۰۲۰ م کال له جنورۍ میاشتې لومړی وار وي چې مېرکل د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر کوي.

کرملېن په یوه اعلامیه کې ویلي: "دواړه لوري به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر لیدلوري او د اړیکو پر اوسني وضعیت بحث وکړي."