له زندانونو د بندیانو پر تېښته د افغانستان عدلیې وزارت اندېښنه

هرات کې یو شمېر طالب جنګیالي

د افغانستان د عدلیې وزیر له زندانونو د بندیانو پر تېښته اندېښنه وښوده.

فضل احمد معنوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغو بندیانو کې چې د طالبانو تر حملو وروسته له زندانونو تښتي، ځیني مجرمین هم شامل دي.

ښاغلی معنوي زياتوي: "هغه زندانیان چې ډېره برخه‌یې خطرناک مجرمین دي او خوشې کېږي، دوی ټولنې ته ډېر مضر دي. له بده مرغه کله چې د زندان دروازه خلاصوي، دوی په ډله‌ییز ډول تښتي او کېدای شي افغاني ټولنې ته یو سر خوږی وي."

تر اوسه په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د طالبانو له حملو وروسته د لسګونو بندیانو د تېښتې خبرونه ورکړل شوي دي.

د عدلیې وزیر دقیقاً ونه‌ویل چې تر اوسه څو تنه بندیان د افغانستان د ولایتونو له زندانونو تښتېدلي دي.