روسیې د بلجیم یو غیر حکومتي سازمان ممنوعه اعلان کړ

د روسیې بیرغ

د روسیې چارواکو د بلجیم یو غیر حکومتي سازمان وروسته له هغې ممنوعه اعلان کړ چې لومړی یې د غیر مطلوبو سازمانونو په لېست کې شامل کړ.

دا تحول داسې مهال راځي چې کرملېن پر مدني ټولنې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی.

د روسیې لویې څارنوالۍ نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د بشري حقونو لپاره د نړیوال شراکت سازمان د روسیې فدراسیون امن او د قانوني نظم بنسټونو ته ګواښ پېښاوه.

په بروکسل کې د دېره دې ډلې له‌خوا سم د لاسه کوم عکس‌العمل نه‌دی ښوول شوی.

دغه سازمان تر ډېره د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې د بشري حقونو په اړه راپورونه جوړول.

په وروستیو میاشتو کې د روسیې له‌خوا په لسګونو غیر حکومتي سازمانونه د غیر مطلوبو ادارو په توګه اعلان شوي دي.