د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د خلکو یوې ډلې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د مقاومت د پیل اعلان وکړ.
د ازادي راډیو خبریال وايي، په دې غونډه کې راټول شوي کسان په بېلابېلو وسلو سمبال وو.
د غونډې ځینو تنظیموونکو ازادي راډیو ته ویلي، د پنجشېر ولایت په ګڼو سیمو کې له یوې میاشتې راهيسې د پخواني مجاهدینو لهخوا روزل کېږي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د طالبانو مقابله وکړای شي.
د پنجشېر چارواکو ویلي په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په قلمرو کې ځیني توغندي لګېدلي او د طالبانو څو حملې یې په شا تمبولې دي.