د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس

د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو بیاظهور به د نړۍ د ګواښلو لپاره افراطي وسله‌والو ته زمینه برابره کړي.

بن والاس (Ben Wallace) پرون دا اعلان داسې مهال وکړ چې له افغانستانه د بریتانوي اتباعو په ایستلو کې د همکارۍ لپاره دغه هېواد ته د ۶۰۰ بریتانوي پوځیانو د لېږلو خبر ورکړل شو.

بن والاس سکای نیوز ټلوېزیون ته وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه په عملي میدان کې د لویې ستونزې سبب شوه چې طالبانو ته‌یې د بیا انسجام زمینه برابره کړه.

د بریتانیا دفاع وزیر اټکل وکړ چې دغه وضعیت به القاعده شبکې ته چانس ورکړي چې د طالبانو له‌خوا یو وار بیا پناه ورکړل شي.