کورنیو چارو وزارت: طالبانو ځیني ښارونه د نظامي ستونزو له کبله ونيول

د طالبانو له لوري د غزني ښار نيول کېدل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ځینو ولایتونو مرکزونه د نظامي ستونزو له کبله د وسله‌والو طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حامد روشن نن ازادي راډیو ته وویل: "په ځینو ولایتونو کې څه ستونزې وې. د دغو ستونزو له کبله له بده مرغه امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاع نه‌دي توانېدلي، یا هم نورې ستونزې وې."

ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي د کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د وسله‌والو طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ارزګان، غور، کندهار، هلمند، هرات او بادغیس د مرکزونو او د لوګر د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د لوګر ولایت یوې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او د ښار د مرکزي زندان ترڅنګ د ولایت مقام، د جلب او جذب ودانۍ او یو شمېر نور دولتي مرکزونه په خپله ولکه کې راوستې.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق­بیان ازادي راډیو ته ویلي چې وسله‌والو د دغه ولایت مرکز کلات هم نن ونیوه.