چارواکي: وسله‌والو طالبانو د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار ونیوه

ارشیف، د ترینکوټ ښار یوه څنډه

د ارزګان ولایت چارواکو تأیید کړه چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار نیولی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئيس او ځیني نور دولتي چارواکي وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي.

ښاغلی سالار زیاتوي: "طالبان ښار ته داخل شول، خپل بیرغونه‌يې راځوړند کړل، داخل ښار ټول د طالبانو په لاس کې دی، یوه لوا پاتې ده، هغه هم اوس ورته تسلیمېږي. والي او نور چارواکي طالبانو په شخصي موټر کې لوا ته ولېږل."

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن رسینو ته ویلي و، د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته، قومي مشرانو له ده غوښتي چې د عامه ځایونو د نه‌ویجاړۍ په موخه دې طالبانو سره جګړه نه‌کوي.