د ارزګان والي: د دې ولایت د روان بحران د حل لپاره خبرې روانې دي

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد

د ارزګان والي وايي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې ولایت کې "د روان بحران" د حل لپاره خبرې روانې دي.

محمد عمر شېرزاد نن رسنیو ته وویل، د ټولو غوښتنه دا ده چې د جګړو په نتیجه کې ملکیتونو ته زیان وانه‌وړي.

ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "موږ اوس هم له طالبانو سره په خبرو کې یو. د سپین ږیرو له‌خوا چې کومه غوښتنه شوې په هغې کې ویل شوي چې دلته دې عامه شتمنۍ ته زیان ونه‌رسېږي، ولسونه له‌منځه لاړ نه‌شي او خلکو ته زیان وانه‌وړي. د دوی غوښتنه دا ده که دا موضوع له سوله‌ییزې لارې حل شي. له دوی سره په خبرو کې یو. وبه ګورو نتیجه څه کېږي."

بل‌خوا ځینو سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، وسله‌وال طالبان په ترینکوټ ښار کې له افغان سرتېرو د وسلو په ټولولو بوخت دي.

خو د ارزګان دولتي چارواکو دا مسئله تأیید کړې نه‌ده.