د انګلستان په جنوب کې د ډزو په نتیجه کې ۶ کسان ووژل شول

ارشیف، د انګلستان پولیس

پولیس وايي، د انګلستان په جنوب کې د ډزو په نتیجه کې پرون ۶ کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د مشکوک وسله‌وال ترڅنګ دوه ښځې او دوه نارینه هم په پېښه کې وژل شوي دي.

یوې بلې ښځې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو ویلي د دوی په باور ټولو وژل شویو کسانو د ډزو په نتیجه کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي، دا پېښه له ترورېزم سره کوم ارتباط نه‌لري او پولیسو د تحقیقاتو لپاره سیمه کلابنده کړې ده.