امریکا، چين او ځیني نور هېوادونه: د افغانستان پر ښارونو دې بریدونه ودرول شي

د افغانستان غزني ولایت پر مرکز د طالبانو حمله

د امریکا، چين او نورو هېوادونو استازو پرون پنجشنبه د خورا عاجلې مسئلې په توګه د افغانستان سولې د پروسې د چټکتیا او د افغانستان د ولايتونو پر مرکزونو او ښارونو د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په قطر کې د افغانستان په اړه د درې ورځنيو خبرو اترو په پای کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې د بهرنيو هېوادونو استازو يو ځل بیا په دې خبرې ټینګار کړی چې هېوادونه به په افغانستان کې هېڅ هغه حکومت په رسميت ونه‌ومني چې د پوځي ځواک د کارولو له لارې واک ته رسېدلی وي.

په دوحه کې د امریکا، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، چين، پاکستان او نورو هېوادونو استازو د افغان دولت او طالبانو له پلاویو سره په دې هدف درې ورځنۍ خبرې اترې مخ ته یووړې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په ټپه درېدلو خبرو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه شي.

د اعلامیې له مخې پر ښارونو د حملو د سمدستي بندېدو ترڅنګ له دواړو لورو غوښتل شوي چې هر څومره ژر چې کېدای شي یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ اوربند ته د رسېدو لپاره ګامونه اوچت کړي.