د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښارونو او ښارګوټو د طالبانو حملې وغندلې

ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په مسوده کې پر ښارونو او ښارګوټو د طالبانو حملې چې په نتیجه کې یې زیاتو ملکي تلفاتو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، غندل شوي او د سرغړونو په خاطر د بندیزونه د ګواښ ترڅنګ ویل شوي چې هغه د افغانستان سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کوي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره یو شمېر ډیپلوماتانو کړې او ویلي یې دي چې هغه به د دې شورا ټول ۱۵ غړي تصویب کړي.

په هغې مسوده کې چې استونیا او ناروې وړاندې کړې او یوه کاپي یې دې اژانس ترلاسه کړې، په دې ډېر ټینګار شوی چې د افغانستان اسلامي امارت ملګري ملتونه په رسمیت نه‌پېژني او نه به‌یې وپېژني.

دغه‌راز ویل شوي چې د هر هغه حکومت به چې د زور له لارې واک ته رسېږي، ملاتړ ونه‌کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یوناما مشرې دیبورا لاینز تېره اونۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي و چې دا په دې شک کوي چې طالبان دې یوه سیاسي روغه جوړه وغواړي.