د ترکیې دفاع وزیر وايي، په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د امنیت ساتنې په دوام کې د ترکیې اصلي هدف دا دی چې د جنګ ځپلي افغانستان د پلازمېنې د منزوي کېدو مخه ونیسي.
د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار پرون/ پنجشنبه په اسلاماباد کې د ترکیې په سفارت کې وویل: "داسې ویل کېږي چې که په کابل کې هوايي ډګر بند شي، ټول ډیپلوماتان به له افغانستانه ووځي. موږ پوهېږو چې دا کار زموږ د افغان وروڼو په ګټه نهدی، نو ښه دا ده چې موږ خپل مأموریت ته دوام ورکړو څو هوايي ډګر پرانیستی وي."
ده په عین حال کې وویل چې په راتلونکو ورځو کې به حالات څرګند شي او ترکیه نهغواړي چې خپل سرتېري یې له خطر سره مخامخ شي.
ترکیه له تېرو ۶ کلونو راهیسې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د پوځي او لوژیستیکي عملیاتو مسؤلیت لري.