په کابل ښار کې تر دوه زره ډېرې نشهيي ګولۍ او اووه کيلو ګرامه ښیښه ونيول شوه.
له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې پر یوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۲،۷۰۰ نشهيي ګولۍ ونیول شوې.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د نشهيي موادو د یوې شبکې د نیولو لپاره عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې اووه کیلو ګرامه ښیښه ونیول شوه.
د دې دوو پېښو په تړاو شپږ کسان هم نیول شوي دي.