د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشهيي موادو ۲۶ قاچاق کوونکي په جزا محکوم کړل.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشهيي موادو ۱۹ قضیې څېړلي چې په نتيجه کې یې د دې مرکز ابتدائیه محکمې ۹ تورن کسان له دوو کالو څخه نیولې بیا تر ۱۶ کالو پورې او د دې مرکز استېناف محکمې ۱۷ تورن کسان د بند په بېلابېلو مودو باندې مجازات کړل.
د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، له مجازات شویو کسانو سره ټول ۷۱۱ کیلو ګرامه هیروئین، ۳۸ کیلو ګرامه تریاک، ۱۶۴ کیلو ګرامه چرس او ۲۱ کیلو ګرامه ښیښه نیول شوې ده.