د ننګرهار ولایت پولیسو تر ۲۰ کيلو ګرامه ډېرو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله.
په لومړۍ پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشهيي موادو پر یوه زېرمه برید وکړ چې په نتیجه کې يې اته کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې په یوه بله پېښه کې پولیسو په جلالاباد ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۵ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه رکشا کې پټ ايښودل شوي وو.
د چرسو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی، خو د هیروئینو د ساتنې په تور څوک نهدي نیول شوي.