افغانستان: د طالبانو بریدونه د سیمې او نړۍ امنیت ته هم جدي ګواښ دی

وسله وال طالبان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره په همغږۍ، د طالبانو د خونړیو بریدونو دوام به نه یوازې د بشري ناورین او په افغانستان کې د جګړې د پراخېدو لامل شي، بلکې تاوتریخوالي او افراطیت به نور هم زیات کړي.

دغه وزارت وايي، ترهګر د سیمې او نړۍ اجتماعي امنیت ته جدي او نه جبرانېدونکی ګواښ دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د ترویکا پلس له ناستې وروسته د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره په مستقیم همغږۍ کې د طالبانو تاوتریخوالي او جرمونو بندول به نه یوازې د افغانستان په ګټه وي، بلکې د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه د سیمې هېوادونو په ګټه وي."

په اعلامیه کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي چې افغان پلاوي په دغه ناسته کې د سمدستي اوربند رامنځته کولو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د معنی لرونکو او صادقانه خبرو اترو په پیل ټینګار وکړ.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، نن په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه ناسته پیلیږي.

ترویکا پلس دوه ورځنۍ ناسته چې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو په ګډون کړی وو، تېره ورځ پای ته ورسېده.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، ټاکل شوې چې نن په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه ناسته پیل شي: "په دوحه کې د تېرو دوو غونډو په دوام نن د افغانستان په اړه ناسته جوړیږي، په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله برخه اخلي او د افغانستان د سولې پیغام به د نړۍ او د سیمې هېوادونه ته ورسوي."

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې خلاف عمل دی.

نېډ پرایس ټینګار وکړ چې دوی په افغانستان کې د هغه حکومت مخالف دي چې د زور له لارې واک تر لاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل، امریکا په افغانستان کې د هغه حکومت مخالف دی چې د زور له لارې واک تر لاسه کړي.

دی وايي: "د ولایتونو په مرکزونو برید او د ملکیانو په نښه کول له توافق نامې سرغړونه ده، دا د توافق نامې په وروستي بند کې راغلي، یو کلیدي ټکی چې ما یاد کړ هغه د افغانستان د سیاسي راتلونکي حل لپاره په تل پاتې او ټولیز اوربند باندې هوکړه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د دفاع وزیر تازه ویلي، که طالبان د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي او د شریعت د قانون په پلي کېدو لاس پورې کړي، جرمني به له افغانستانه هېڅ ډول ملاتړ ونه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې جرمني هرکال له افغانستان سره ۵۰۵ میلیونه ډالره مالي مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو روانه اوونۍ د جګړو په ترڅ کې د ۹ ولایتونو نیمروز، جوزجان، سمنګان، کندز، بدخشان، سرپل، بغلان، غزني او فراه مرکزونه نیولي او اوس مهال په هلمند، بادغیس، کندهار او نورو ولایتونو کې هم سختې جګړې روانې دي.