غزني کې جګړو ۶ زره کورنۍ بې ځایه کړي؛دولت د مرستو ډاډ ورکړ

د غزني بې ځایه شوي کډوال

په غزني کې د وروستیو جګړو له امله تر ۶ زره له زیاتو بې ځایه شوېو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوي.

د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده تېره ورځ د (زمري ۲۰مه) ازادي راډیو ته ویلي و، یوازې د دغه ولایت د مرکز اړوند او بېلابېلو ولسوالیو له شااوخوا ۱۵۰ جګړه ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغه مرستو کې ۶ قلمه خوراکي توکي، غنم، وريژې، غوړي، چای، بوره او لوبیا شامل دي.

جمعه زاده زیاتوي، دغه مرستې ‎د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له لوري کیږي او په ټکو یې د یاد ریاست له لوري تر دې وړاندې هم په وار-وار په جګړه ځپلو کورنیو مرستې وېشل شوي دي چې شمېر یې ۷ زره کورنیو ته رسېږي: "په دغه وروستیو دوو، درېیو میاشتو کې په غزني ولایت کې جګړو زور اخېستی چې له امله یې زیاتره کسان متضرر شوي دي، نو څه کم ۷زره کورنیو ته په غزني کې چې د غزني ولایت مرکز او بېلابېلو ولسوالیو له اړوندو څخه بې ځایه شوي، متضرر شوي او یا بې کاره شوي، هغه ټول په کې شامل دي."

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې په غزني کې هم وسله وال طالبان د ښار څنډو ته رسیدلي او وخت په وخت له امنیتي ځواکونو سره په جګړو بوخت وي.

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په دغه ځای کې وروستیو جګړو تر ۱۲ زره زیاتې کورنۍ له بې وزلۍ سره مخ کړې دي.

یاده ټولنه زیاتوي، دغه کورنۍ د جګړو له امله په غزني ښار کې له یوځای بل ځای ته، له مرکزه ولسوالیو او په ولسوالیو کې له یو ځایه بل ځای ته د جګړو له امله کډه شوي چې ډېری برخه یې نه د اوسېدو ځای، نه هم خوراکي توکي او نه د څښلو پاکې اوبه لري.

دوی وايي، له دولت او همکارو موسسو څخه یې له دغه کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.