د روسیې په لېرې ختیځ کمچاتکا ټاپو وزمه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي پیدا شوي دي.
د ژغورل شوېو کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه سملاسي څه نه دي ویل شوي.
روسي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، دې الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۶ تنه سپاره وو چې په ځایي وخت نن سهار لس بجې په یوه جهیل کې راولوېده او ډوبه شوه.
د هليکوپټرې دننه سپاره ۱۳ تنه مسافر او ۳ د الوتکې عمله و.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، ۷ نورو ورکو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.