یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې طالبانو د کندهار زندان مات کړی او ټول جنایي زندانیان یې خوشې کړي دي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، زیاتوي چې طالبانو د کندهار ښار محبس د سې شنبې په ورځ له څلورو خواوو محاصره کړ او د چهارشنبې په ماښام زندان ته ورننوتل.
د سرچینې په وینا حکومت په تېرو درېیو اوونیو کې له دغه زندانه مهم سیاسي بندیان کابل ته انتقال کړي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې په سلګونو زندانیان یې د کندهار له محبسه ازاد کړي دي.
مخکې د کندهار محبس د زندانیانو شمېر دوه زره یاد شوی وو.