پاکستان: تر هغو چې اشرف غني لېرې نه شي، طالبان خبرو ته نه چمتو کېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم وایي، تر هغو چې اشرف غني له جمهوري ریاسته لېرې نه شي، طالبان خبرو ته نه چمتو کېږي.

عمران خان پرون په اسلام اباد کې وویل، په اوسني وخت کې د افغانستان سیاسي حل سخته ښکاري.

عمران خان زیاته کړه چې درې څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو د مشرانو پلاوی پاکستان ته ورغلی و، دوی هڅه وکړه چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي.

خو د عمران خان په باور د طالبانو خبره همدا وه چې تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له واکه نه وي لېرې شوی.

ولسمشر غني مخکې ویلي و چې دی چمتو دی چې وار له مخه انتخابات ترسره شي او واک پریږدي خو له دې پرته استعفی نه کوي.

له نژدې یولس میاشتو راهیسې په قطر کې د سولې خبرې روانې چې تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.