د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پخوانی ډیپلومات اموس هوچتین د انرژۍ د امنیت په برخه کې خپل سلاکار وګوماره.
هوچتین به د هغو خطرونو د کمېدو پر اقداماتو تمرکز وکړي چې د روسیې-جرمني نوردسټریم ۲ نللیکې رامنځته کړي دي.
په ختیځه اروپا کې د انرژۍ د امنیت ملاتړ به هم د ښاغلي هوچتین په دندو کې شامل وي.