لیونل میسي له پاري سن جرمن ټیم سره دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ

له پاري سن جرمن ټیم سره د ارجنټاین د فوټبال نامتو لوبغاړي لیونل میسي قرارداد

د ارجنټاین د فوټبال نامتو لوبغاړي لیونل میسي له پاري سن جرمن ټیم سره دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ.

پاري سن جرمن ویلي چې له میسي سره‌یې پرون قرارداد وکړ.

د میسي او پاري سن جرمن ترمنځ له قرارداده یوې خبري سرچینې اسوشیټډ پرس ته ویلي چې میسي به د دې قرارداد په بدل کې د ۴۱ ملیون یورو معاش ترڅنګ نږدې ۳۵ ملیون یورو مخکې تر مخکې ترلاسه کړي.