افغان پولې ته نږدې د روسیې، تاجکستان او ازبکستان پوځي تمرینونه بشپړ شول

د افغانستان پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې د روسیې، تاجکستان او ازبکستان پوځي تمرینونه

روسیې، تاجکستان او ازبکستان د افغانستان پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې خپل پوځي تمرینونه بشپړ کړل.

د تاجکستان دفاع وزیر شېر علي میرزا پرون د دغو تطبیقاتو په پای کې وویل: "په داسې حال کې چې تر دې وروستیو پورې د امنیت په برخه کې د نړیوالو ځواکونو حضور د واک انډول او د حالاتو پوځي او سیاسي کنټرول ممکن کړی و، له افغانستانه د کابو ټولو نړیوالو ځواکونو وتل د ترورېستي ډلو د ویجاړوونکو فعالیتونو د زیاتېدا سبب شوي دي."

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په دې پوځي تطبیقاتو کې ټانکونه، زغر ګاډي، سوُ-۲۵ ډوله جټ الوتکې، هلیکوپټرې او نورې وسلې وکارول شوې څو سرتېري د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د احتمالي حملو پر وړاندې چمتو شي.