چارواکي: کندهار ښار کې جګړو یو ځل بیا زور اخېستی

ارشیف، کندهار ښار

وسله والو طالبانو نن سهار د کندهار ښار د مرکزي سیمو د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پر کمربندونو حملې کړي.

په کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستیال صادق عیسی وايي، وسله والو طالبانو نن سهار د کندهار ښار په اوومه، نهمه او پنځلسمه حوزه کې د افغان ځواکونو د کمربندونو پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

بل خوا وسله وال طالبان وايي، د کندهار ښار په درېیمه شپږمه او پنځلسمه حوزه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو کړي او په اوومه او اتمه حوزه کې یې د کندهار محبس له څلورو خواوو محاصره کړی.

طالبانو دوی او افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز د کندهار میرویس روغتون چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړو له سیمو دوه مړي او ۴۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

د میرویس روغتون مشر محمد داود فرهاد ازادي رادیو ته وویل چې وژل شوي ملکیان او په ۴۷ ټپیانو کې ۱۴ ملکیان شامل دي چې ۱۱ ښځي او ماشومان دي.

د ښاغلي فرهاد په خبره دغه مړي او ټپیان د کندهار ښار له دوهمې، درېیمې، شپږمې، اوومې، نهمې او پنځلسمې حوزې دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.